کابل کنفرانس : ترهګر او اداري فساد
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

کابل کنفرانس د پریکړو پر وړاندې دوه تورې بلاګانې ولاړې دي : یوه توره بلا ترهګر او بله بلا اداري فساد !

تر کومه ځایه چې خپله کنفرانس پورې اړه لرې ، هغه یو بریالی او کامیاب کنفرانس بللی شو . کنفرانس کې د څلوېښتو هیوادو د باندنیو چارو وزیرانو او د اویا هیوادو او موسسو د استازو ګډون او له افغان ملت څخه ننګه او ملاتړ خپله لویه بریا ګڼل کیږي .

تر ټولو ړومبی د ملګرو ملتو سرمنشي ښاغلي بان کې مون هغه ويناوى چې په کابل کنفرانس کې وشوي گټوري اوهراړخيزي وبللي او ويې ويل «  دسه شنبې په ورځ دکابل کنفرانس په پاى کې يو پريکړه ليک تصويب شو چې ددغه کنفرانس موخې اونتيجې بيانوي. دغه راز نوموړي دنړيوالې ټولنې په استازيتوب دافغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې نړيواله ټولنه به د افغانستان د امنيت تامينولو اوپراختيا په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. هغه څرگنده کړه د کابل کنفرانس نن پاي ته رسيږي خو دکابل بهير دغه راز دوام لري . دملگروملتو سرمنشي په دې بيان سره چې دافغانستان خلک له کابل کنفرانس څخه لوړې هيلې لرې وويل ،هيله لرم په هغو ژمنو سره چې دافغانستان دخلکو په وړاندې شوي په راتلونکې کې د يو باثباته اومترقي افغانستان شاهدان واوسو »

د امریکا ولسمشر اوباما هم  کابل کنفرانس څخه په ټينګار خپل ملاتړ څرګند او میرمن کلنټن په زغرده وویل چې امریکا او نړیواله ټولنه به د افغانستان ترڅنګه ولاړه وي .

د کابل کنفرانس په درشل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ تړون لاسلیک شو چې خپل ډول کې لوی ارزښت لري . جاپان افغانستان سره د یولس سوه میلیونو ډلرو مرستې ژمنه وکړه چې په راتلونکو درې کلونو کې به افغانستان ته ورکول کیږي او امریکا ۱۵۰ میلیونو ډالره د کرهڼې په برخه کې کرنې وزارت ته بېلې کړي . د نورو هېوادو مرستې او ملاتړ هم د یادونې وړ دی .

په کور دننه هم کابل کنفرانس څخه پوره ملاتړ وشو او ډېری پوهانو او د نظرخاوندانو نوموړی کنفرانس ګټور او ارزښتمن وارزوه .

خو د کابل کنفرانس په وړاندې د افغانستان سوګندخوړلي دوښمنان هم چوپ کینناستل . له هغه او دغه ځایه يي سرونه راپورته کړل . چا په سایټونو او رسنیو کې د قلم په ژبه ، د ایران سفیر د کنفرانس په غونډه کې په بدماشۍ او ترهګرو د هېواد په یوه او بل ځای کې د ځانمرګو بریدونو په ترسره کولو سره ، له کنفرانس سره خپله کرکه څرګنده کړه !

پاکستان خو د تل پشان دوه مخی سیاست ولوباوه . د کنفرانس پریکړې يي په یوه یا بله بڼه تایید کړي  . خو د کنفرانس بریالي پایته رسیدل يي ونه شول زغملای ، شوک يي واخیست او سملاسي يي د ترهګرو په خوله دا لاندې بیان جاري کړ :

« دکابل تش په نامه  اوبې نتیجې کانفرانس دا وښودله چې امریکایانو نور دافغانستان د قضیې په اړه دحل ابتکار له لاسه ورکړی اوهرهغه څه چې  د دوی له لوري د دغې لانجې د حل په نامه ترسره کیږي هغه مخکې ترمخکې په ناکامي محکوم دي ، اودوی هم چې هرڅه  په دغه پلمه ترسره کوي هغه په حقیقت کې دلانجې د اوږدولواو په افغانستان کې د بهرنیانو دلا ښکېلولو لامل ګرځي او دا هغه څه دي چې افغانان یې نه غواړي اومقاومت به لانور هم ورسره زیات شي .د کانفرانس له شیندلې  اونامالومې محتوا نه هم داسې مالومیږي چې امریکایان اونړیواله ټولنه غواړي په یو ډول نه په یو ډول نورهسې له افغانستانه پښې سپکې اودلته د راتلونکې تباهي ، ناکامي اورسوايي بار د کابل د بيواکه ادارې په غاړه ور واچوي.»

له دې اعلاميي څخه څرګندیږي چې پاکستان هیڅکله هم سرلوړی ، پیاوړی او پرمختللی افغانستان پخپل څنګ کې نه شي لیدلای . د کابل کنفرانس پریکړو د شنډولو لپاره به بیا پاکستان له ټولې نړۍ څخه توره بان دیوان ، لنډه غر ، ترهګر ، القاعده او نور نااشنا موجودات راټولوي او افغانستان ته به يي د جهاد لپاره رالیږي .

خو د کنفرانس پریکړې او د افغانستان وداني ، سوکالي او امنیت د پاکستان له ترهګرو سربېره بل لوی دښمن هم لري . هغه توره بلا په کور دننه اداري فساد دی !

د ملګرو ملتو سرمنشي ښاغلي بانکي مون ، د افغانستان ولسمشر کرزی وهڅاوه چې د اداري فساد په وړاندې رابوڅ شي او غوڅه مبارزه وکړي . د نړۍ نورو مشرانو هم د افغانستان له دولته همدغه غوښتنه درلوده . افغانان خو لا مخکې د اداري فساد له امله پر کرزي او د هغه په ناوړه او ناکاره اداره زړه ډکي دي !

د ډېرو په اند ، د کابل د کنفرانس او یا هره بله ګټوره پریکړه به پلي نشي چې د ترهګرو او اداري فساد پر وړاندې غوڅه مبارزه ونشي . دا دریواړه یوله بله تړلي دي !

د کابل کنفرانس او د نړۍ ملاتړ بلاخره پای لري . دا د افغانانو لپاره روستي چانسونه دي . که افغانان نور هم د پيل په غوږ کې ویده وي ، دا چانسونه ځي . بیا به لاسونه مږو او وخت به تېر وي !

څونه به ښه وي چې تر ټولو ړومبی روشنفکران ، قلموال ، پوهان او د نظرخاوندان د هېوادپالنې په لوړ احساس ، د اداری فساد او ترهګرو په وړاندې د یو مست غورځنګ په لاراچولو سره د هراړخیزي مبارزې لپاره راودانګي !

د ۲۰۱۰ کال د جولای۲۲ مه

 

اخځونه :

ــ ټول افغان او تاند بریښناپاڼې

 


July 22nd, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات